ژبه

د افغانستان سفارت د هند له نظامي اکاډمي فارغ شوي افغانان وستایل

اټلانټا (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): په هند کې د افغانستان سفارت، د ګندهارا د غونډو په تالار کې د هند له IMA اکاډمۍ څخه د ۴۳ افغان نظامي فارغانو لپاره ستاین‌غونډه جوړه کړې وه.

د سفارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي او نظامي اتشې کریم‌الله کریم د سفارت په استازولۍ او سید عصمت‌الله او تورن خالد د فارغو افسرانو په نمایندګۍ خبرې وکړې.

ماموندزي ټولو فارغو شویو نظامي افسرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، دا ورځ د سفارت لپاره ویاړ وګڼله چې د خپلو نظامي افسرانو کوربه‌توب کوي او د دوی فراغت نمانځي.

نوموړي په هېواد کې د نظام له سقوط سره سره د محصلینو لوړه روحیه، نه ناهیلي کېدل او خپلو نظامي زده‌کړو ته تر پایه دوام ورکول د ستاینې وړ وګڼل.

د افغانستان سفیر د افغان نظامیانو نظم او ډسپلین د خورا ویاړ وړ یاد کړ.

هغه دغه راز په تېرو شلو کلونو کې د افغان سرتېرو قربانۍ د ډېر درناوي وړ یادې کړې او د افغانستان په ودانولو کې یې د دوی رغنده رول ته اشاره وکړه.

ماموندزي په افغانستان کې د اوسني حالت د پای ته رسېدو هیله وښوده او څرګنده یې کړه چې داسې نظام به را منځته کېږي څو د نظامي افسرانو له استعداد او ظرفیته په ښه توګه استفاده وکړي.

هغه د هند له حکومته هم مننه وکړه چې د نورو همکاریو ترڅنګ، د افغانستان د نظام تر سقوط وروسته یې نظامي افسرانو ته د ظرفیت لوړونې لارې چارې او برنامې رامنځته کړي چې تر اوسه ادامه لري.

سفیر نظامي افسرانو ته د سفارت له ادرسه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د نظامي افسرانو په استازولۍ، سید عصمت‌الله او تورن محمدخالد خبرې وکړې. دوی وویل چې د نظام له سقوط سره په روحي لحاظ ناارامه وو، خو بیا یې هم خپلو درسونو ته دوام ورکړ.

دوی په افغانستان کې د یو ټولګډونه او داسې حکومت رامنځ ته کېدو هیله څرګنده کړه چې ټول افغانان ځان پکې ووینې؛ څو بېرته هېواد ته ستانه او د خپلو خلکو او وطن د خدمت جوګه شې.