ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ او لغمان کې د نشه‌يي توکو او چارتراشو د قاچاق په تور ۸ کسان نیول شوي

بلخ او لغمان کې د نشه‌يي توکو او چارتراشو د قاچاق په تور ۸ کسان نیول شوي

مهترلام، مزارشریف (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان او بلخ مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو او چارتراش لرګيو د قاچاق په تور اته کسان نیول شوي دي.

د لغمان د قرغیو ولسوال مولوي نورالهادي صارم سعید، پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي او کشفي ارګانونو پرون (پنجشنبه) د کابل – ننګرهار د لویې لارې په مشلې سیمه کې ۶۱ کیلوګرامه شیشه، ۱۰۰ لېتره تېزاب او ۱۳ کیلوګرامه پوډر ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه، د «قاچاقبرو» له خوا یاد نشه‌یي توکي په ډېر مهارت سره په سراچه او مارسډيز موټرو کې ځای پرځای شوي و چې له کابله ننګرهار ته لېږدول کېدل.

د هغه په وینا، په ورته مهال له یو خاور ډوله موټره ۲۵ جوړې د چارتراش لرګي هم ترلاسه شوي چې په  ناقانونه ډول ننګرهار ولایت ته انتقالېدل.

ولسوال وايي، د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پنځه او د چارتراش لرګيو د قاچاق په تور دوه کسان نيول شوي چې ټول عدلي او قضایي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

له بلې خوا، د بلخ امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې یو کس له ۱۲ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوی دی.

سرچينه کاږي، دغه کس نعمت‌الله نومېږي چې پرون له غرمې وروسته يې غوښتل د ټکسي په وسیله نشه‌يي توکي انتقال کړي، خو د په شورتپې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.