ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل له نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړي

کابل له نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړي

author avatar
22 Jun 2022 - 14:45
کابل له نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړي
author avatar
22 Jun 2022 - 14:45

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه له نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له زلزله‌ځپلو سره دې مرستې وکړي.

دغه زلزله، تېره شپه په یوه بجه او ۲۵ دقیقو وشوه. د راپورونو له مخې د ریختر په کچه د ۶.۱ درجې دغه زلزله د خوست ښار په ٤٤ کيلومترۍ کې د ٥١ کيلومترو په ژوروالي شوې ده. د اروپا د زلزله سنجونې یوې ادارې ویلي چې د افغانستان، هند او پاکستان شاوخوا ۱۱۹ میلیونه وګړو د ۵۰۰ کیلو متره په حدودو کې د دغې زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۹۲۰ کسان مړه شوي او ۶۱۰ نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې او له نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د هغه په پیغام کې راغلي: «د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانو ته لارښوونه کېږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هر څه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.»

په پیغام کې له ‎نړۍوالې ټولنې، خیریه او ټولو بشرپالو بنسټونو غوښتل شوي چې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.