ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزالله فضلي د ده په اړه خپاره شوي وروستي راپورونه ناسم وبلل

عزیزالله فضلي د ده په اړه خپاره شوي وروستي راپورونه ناسم وبلل

author avatar
11 Jul 2022 - 10:29
عزیزالله فضلي د ده په اړه خپاره شوي وروستي راپورونه ناسم وبلل
author avatar
11 Jul 2022 - 10:29

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ بورډ مخکينی مشر عزیز‌الله فضلي د دې ترڅنګ چې د ده په اړه خپاره شوي وروستي راپورونه ناسم بولي، وايي چې حکومت بندي کړی نه و، بلکې په ارګ کې د هغوی "مېلمه" و.

څه باندې يوه اونۍ مخکې (د چنګاښ ۱۲مه) په ټولنیزو شبکو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې عزیز‌الله فضلي له څو ساتونکو او موټرو سره د افغانستان کرکټ بورډ دفتر ته د ننوتلو هڅه کوي، خو د بورډ ساتونکي یې مخه نیسي.

هغه مهال ځينو سرچینو ويلي وو چې فضلي ساتونکو ته ویلي چې له ځانه سره د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله په لاسلیک مکتوب لري چې د کرکټ بورډ مشر مقرر شوی، خو کله چې د بورډ مسئولین د حکومت له چارواکو سره دا خبره شریکوي، هغوی دا موضوع ردوي.

سرچينې زياته کړې وه، وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا دی په دې تور نیول شوی چې غوښتل يې په زور کرکټ بورډ ته ننوځي او د دغه بورډ ریاست ونيسي. دغه‌راز ویل کېدل چې نوموړی له دې امله نیول شوی چې په «جعلي» مکتوب یې ځان د بورډ د مشر ټاکلو هڅه کوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.