Language

د حکومت رهبرۍ د لزوم‌دید له مخې د چارو ادارې کې نوې ګومارنې شوې دي

کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): د چارو ادارې مخکنی مرستیال شیخ نورالحق انور، د دغې ادارې د نوي رییس په توګه ګومارل شوی دی.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (د زمري لومړۍ) په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلې دي.

په دغه ټوېت کې راغلي، د حکومت رهبرۍ د لزوم دید پر اساس د چارو په اداره کې د رییسانو په کچه نوې ګومارنې وشوې.

د سرچینې په خبره، د چارو ادارې مخکنی عمومي رییس مولوي احمدجان بلال د رهبرۍ مقام د فرمانونو د څارنې او تعقیب عمومي مسوول په توګه او د چارو ادارې مخکنی مرستیال شیخ نورالحق انور د همدې ادارې د عمومي رییس په توګه ګومارل شوي دي.

login or register a new account.