Language

د افغانستان یو پلاوی له پاکستاني لوري سره پر سوداګرۍ د خبرو لپاره وزیرستان ته تللی

اتلانتا (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت او سوداګرو یو ګډ پلاوی وزیرستان ته سفر کړی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په افغان پلاوي کې د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو رییس مولوي کلیم‌الرحمن، د دفاع وزارت استازی مولوي اخترمحمد او یو شمېر سوداګر شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، راغلي پلاوي په وزیرستان کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو، روغتیایي اسانتیاوو ، صادراتو او وارداتو خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې افغان پلاوی هلته د پاکستان له پوځي چارواکو سره هم پر سرحدي ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو غږېدلی دی.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنو کتنو کې له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او د هغو د سوداګرو او د لېږدوونکو د اسنادو پر ستونزو هم خبرې شوې دي.