ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزيزي: ولايتونو کې د فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالو د‌ همغږۍ هڅې مو پيل کړي

عزيزي: ولايتونو کې د فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالو د‌ همغږۍ هڅې مو پيل کړي

author avatar
5 Aug 2022 - 11:09
عزيزي: ولايتونو کې د فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالو د‌ همغږۍ هڅې مو پيل کړي
author avatar
5 Aug 2022 - 11:09

پل علم (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت فرهنگی مرستيال وايي، په ولايتونو کې د اطلاعاتو او فرهنگ رياستونو ته دنده سپارل شوې چې د فرهنګیانو، شاعرانو او ليکوالو ترمنځ همغږي زياته کړي او د دوی فرهنګي- ادبي فعالیتونو ته زمينه لا ډېره برابره کړي.

مرستيال وزير مولوي عتیق الله عزيزي دغه څرګندونې لوګر ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کې له شاعرانو او ليکوالانو سره په غونډه کې وکړې.

عزيزي وويل، په ولايتونو کې اطلاعاتو او فرهنگ رياستونو ته دنده سپارل شوې چې د فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالانو ترمنځ اړیکې او همغږۍ پیاوړې کړي ترڅو دوی خپل فرهنګي او ادبي فعالیتونه لا ډېر چټک کړي.

هغه زياته کړه، شاعران او ليکوالان دې د هېواد  کلتوري وضعيت د پرمختګ او هوساينې لپاره کار وکړي او اطلاعاتو او کلتور وزارت د شاعرانو او ليکوالانو کلک ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه: «اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې شاعران او ليکوالان سره يو موټی کړي او همدارنګه د تېرو شلو کالونو رامنځته شوې پېښې راټولې او په منظمه بڼه یې چاپ کړي.»

اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست لاسته راوړنې وستايلې او زياته يې کړه چې د پخوا په پرتله دغلته فرهنگي وضعيت ښه شوی دی.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفيع الله صمیم وويل، لوګر د هېواد په کچه مشهور شاعران او ليکوالان لري او تل یې د خپل قلم له لارې ولس او هېواد ته کار کړی دی.

هغه همدارنګه زياته کړه، اوسمهال په دغه ولايت ګڼې محلي رسنۍ، فرهنګي ټولنې او لسګونه خبریالان فعاليت کوي او په وړاندې هيڅ ډول ستونزې نه ليدل کېږي.

نوموړی وايي: «لوګر ولايت کې دا لومړی ځل دی چې د شاعرانو او ليکوالانو لپاره مشورتي ناسته جوړېږي، مونږ هڅه کوو چې دغه ولايت کې کلتوري وضعيت نور هم ښه شي.»

د جوړې شوې غونډې ګډونوالو او يو شمېر شاعرانو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ډول غونډې کولای شي شاعران او لیکوالان د خپلو فرهنګي فعاليتونو ګړندي کولو ته وهڅوي.

د غونډې په پای کې د لوګر يو شمېر شاعرانو او ليکوالانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

Visits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.