ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسنۍ: د تحریک طالبان پاکستان یو مشر خالد خراساني له دوو قوماندانانو سره ووژل شو

رسنۍ: د تحریک طالبان پاکستان یو مشر خالد خراساني له دوو قوماندانانو سره ووژل شو

author avatar
8 Aug 2022 - 22:00
رسنۍ: د تحریک طالبان پاکستان یو مشر خالد خراساني له دوو قوماندانانو سره ووژل شو
author avatar
8 Aug 2022 - 22:00

اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): پاکستانیو او نورو نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم مشر عمر خالد خراساني له دوو نورو قوماندانانو سره په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د پاکستان جیو ټلویزیون د زمري په ۱۷مه، خبر ورکړی چې دا چاودنه تېره شپه د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې شوې ده.

برمل ولسوالي د ډیورنډ پولې ته څېرمه له وزیرستان سره پرته ده.

بلخوا، د امریکا د اسوشیټډپرس خبري اژانس د پاکستاني پوځ د ځینو مشرانو او چارواکو له خولې چې نومونه یې خپاره شوي نه دي، د دغه خبر پخلی کړی دی.

راپور وايي، د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي – چې په خالد خراساني مشهور و – پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې هغه، دوه قوماندانان او موټرچلوونکی یې وژل شوي دي.

د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) د دغو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پاکستاني رسنیو راپورونه وايي چې له خالد خراساني سره دوه نور وژل شوي قوماندانان حافظ دولت او مفتي حسن نومېدل.

د پاکستان د ټریبیون ورځپاڼه وايي، یاد مشران له خپلو نورو ملګرو سره د مشورو لپاره روان وو چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

دغې ورځپاڼې ویلي، په همدې ورځ د ټي ټي پي بل قوماندان عبدالرشید چې په عقبي باجوړي مشهور وو، په کونړ ولایت کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک خبري اژانس ته همدومره وویل چې په دې اړه معلومات کوي.

د ټي ټي پي یاد مشران په داسې حال کې وژل شوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په کابل کې څو ځلې مذاکرات شوي او پر اوربند یې موافقه کړې وه.

د یادونې ده چې د امریکا حکومت د خالد خراساني پر سر درې میلیونه ډالر انعام هم اعلان کړی و.

Views: 401

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.