کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د دغه وزارت د عوایدو له بېلابېلو سرچینو شاوخوا ۴۳ میلیون ۴۰۱ زره او ۷۹۲ افغانۍ د حکومت خزانې ته سپارل شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (دوشنبه) د افغانستان حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې ځانګړې غونډې ته د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه وزارت د مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
په دې ناسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مرکزي ادارې په توګه د حکومتي تشکیلاتو په چوکاټ کې د کاري تنظیم او همغږۍ په برخه کې د پالیسۍ جوړولو او پلې کولو له لارې د مناسب کاري چاپېریال، د کارموندنې او ټولنیز امنیت رامنځته کولو په برخو کې د هېواد په کچه فعالیت کوي.
نوموړي څرګنده کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د نوي حکومت له پيله د روان کال د چنګاښ مياشتې تر پايه، د هېواد په کچه شاوخوا ٤٣ ميليونه ٤٠١ زره ٧٩٢ افغانۍ په داخل او بهر کې د کار د جواز د ورکړې، په وړکتونونو کې د شاملو ماشومانو د فیس، د خصوصي شرکتونو او کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو د فعالیت جواز ورکولو له درکه راټولې کړې دي.
د هغه په خبره، تر دې مهاله په ټول هېواد کې کورنيو اتباعو ته ٣٧٣٢٣ د کار جوازونه وېشل شوي او له دې لارې ۷ ميليونه ۲۸۴ زره او ۹۶۴ افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین څرګنده کړه چې د افغانستان شرکت تر عنوان لاندې د کارموندنې شرکت ته د کار جواز ورکړه هم د کارموندنې شرکت د فعالیت جواز دی چې ۱۰۰ زره افغانۍ د فعالیت جواز د ورکړې او ۳۵۰۰۰ افغانۍ د کارموندنې شرکتونو د جوازونو د تمدید له درکه ترلاسه شوې او د حکومت د وارداتو حساب ته تحویل شوې دي.
مولوي مخدوم زياته کړه چې په ټول هېواد کې د بهرنيو اتباعو لپاره ١٢٩٧ کاري جوازونه وېشل شوي چې له دې لارې ۲۴ میلیونه ۵۱۱ زره او ۶۷۰ افغانۍ د حکومت حساب ته تللې دي.
هغه زیاتوي، هغه شرکتونه چې د فعالیت جوازونه اخلي او فعالیت نه کوي، جریمه کېږي او تر اوسه د دغه ډول جریمې له لارې ۹ میلیونه ۲۱۸ زره ۴۱۱ افغانۍ د دولت خزانې راغلې دي.
د وزارت سلاکار زیاته کړه، د هېواد د مرکز او ولایتونو کې د استوګنې او کاري ساحو په ۴۷۸ وړکتونونو کې ۳۵۰۰ ماشومان تر پالنې او روزنې لاندې نیول شوي چې په وړکتونونو د شاملو ماشومانو د فیس له درکه ۳ میلیونه ۱۱۶ زره ۹۰۰ افغانۍ د حکومت حساب ته تحویل شوې دي.
هغه زياته کړه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت کابينې ته په بېلابېلو برخو کې ۱۰ طرحې وړانديز کړې چې ځينې يې تصویب شوې او پاتې نورې يې د تصویب په حال کې دي.
دغه ۱۰ طرحې عبارت دي له: د سرپرست حکومت د کابینې له لوري د سوالګرو د ستونزو د حل څرنګوالي طرحې تصویب، د اړوندو ادارو په همکارۍ پر نشهیي توکو د اخته کسانو د درملنې او ساتنې طرحه، د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د بېکاره کسانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برابرولو طرحه، د ماشومانو د سختو کارونو ترسره کولو د مخنیوي طرحه، د حکومت له پالیسۍ سره سم د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د ګډې همکارۍ لپاره د موسسو د جلب او جذب طرحه، د وزارت د علمي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره د سیمینارونو، کنفرانسونو او د لنډمهال، منځني او اوږدمهال روزنیزو پروګرامونو جوړولو طرحه، د بهرنیو اتباعو لپاره د کار جوازونو د وېش، د افغانستان په بهرنیو سیاسي استازولیو کې د افغان کارګرانو د کار کولو او په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو د څرنګوالي په اړه درې طرحې استول شوې دي.
د هغه په وينا، په دې موده کې د تخنيکي او حرفوي زدهکړو مرکز ته ١٢٧ روږدي کسان د زدهکړو لپاره معرفي شوي او ۷۵۰۰ یتیم ماشومانو ته د ۴۸ خصوصي او دولتي روزنتونونو له لارې د زدهکړو خدمتونه وړاندې شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










