کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې له کابل ښاره ۹۰۰ سوالګر ټول کړي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال تېره ورځ (سهشنبه) په خپل ټویټرپاڼه کې د یوه ویډیويي کلپ په خپرولو سره ویلي، په تېرو ۷ ورځو کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۸۹۸ سوالګر د اړوندو بنسټونو له لوري راټول شوي او دغه لړۍ روانه ده.
په دغه کلپ کې ویل شوي چې د ۸۹۸ سوالګرو له ډلې، ۱۰۸ یې مستحق وو او ۴۱۰ نور یې حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ۴۱۰ کسان بایومټریک شوي او په راتلونکي کې د سوال نه کولو ضمانت ترې اخیستل شوی دی.
د یادونې ده چې د روان کال د زمري په ۱۷مه، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال اعلان کړی و چې د ځینو نورو بنسټونو په همکارۍ له کابل ښاره د سوالګرو د راټولولو او د هغوی د ستونزو هوارولو لړۍ پیلوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








