ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ګازرګاه جومات چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

د هرات ګازرګاه جومات چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

author avatar
2 Sep 2022 - 16:52
د هرات ګازرګاه جومات چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي
author avatar
2 Sep 2022 - 16:52

هرات ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): د هرات چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګازرګاه جومات کې د چاودنې له امله د جومات د خطیب مولوي مجیب‌الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپيان دي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ګازرګاه جامع جومات په دروازه کې شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب‌الرحمن انصاري، د هغه ورور حبیب‌الرحمن انصاري او ۱۸ نور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.

د يادولو ده چې نن په هرات کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون اقتصادي ناسته جوړه شوې وه چې مولوي انصاري هم په کې موجود و؛ نوموړی د غونډې په جریان کې د جمعې لمانځه او امامت په خاطر راوتلی او له يادې پېښې سره مخ شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.