منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۶ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٢ وږى ١۴٠١): د پکتيا ولايت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزې د حاصلاتو پرسر شخړه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند عمرالبدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د جاني‌خېلو ولسوالۍ په «وچ خولې» سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزې د حاصلاتو پر سر شخړ شوې ده.

هغه وايي، په دې شخړه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوى او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې د يوه کس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د هغه په وينا، سيمې ته امنيتي کسان استول شوي څو د پېښې په اړه پلټنه وکړي او ترڅنګ يې د بلې احتمالي شخړې مخه هم ونيسي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د يوې بلې شخړې په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه