اټلانټا (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): هندي پولیس وایي، دوه افغانان یې له سلګونه کیلوګرام نشهیي توکو - چې په نړۍوال مارکېټ کې یې ارزښت شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر کېږي، نیولي دي.
هندي رسنۍ (هندوستان ټایمز) د وږي په ۱۵مه خبر ورکړی چې د ډیلي پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونو له دغو دوو افغانانو ۳۱۲،۵ کیلوګرامه میتامفیتماین ډوله نشهیي توکي او ۱۰ کیلوګرامه هیروین نیولي چې په نړۍوال مارکېټ کې یې ارزښت او بیه ۱۲۵۰ کروړه هندي روپۍ (شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر) کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي افغانان د کابل اوسېدونکی ۲۳ کلن مصطفی ستانکزی او د کندهار اوسېدونکی ۴۴ کلن رحیم الله رحیمي نومېږي.
د ډیلي پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان هرګوبیندر سینګ رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې ځانګړي عملیات ترسره کړل او یاد نشهیي توکي یې ترلاسه کړل.
هغه زیاته کړه چې د اړوند موضوع په تړاو له قانونه د سرغړونې په تور پر یادو افغانانو دوسیه جوړه او محکمې ته لېږل شوې ده.
د پولیسو دغه مشر وایي چې یاد کسان د نوي ډیلي د کالینډي کونج له میټرو سټېشن سره د شنبې په ورځ په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه سکوډا سوپرب موټر کې روان وو.
د هغه په وینا، له یادو کسانو څه باندې دوه کیلوګرامه هیروين ترلاسه شول خو له پلټنو وروسته یي هغه نور نشهیي توکي هم ترلاسه کړل چې دوی په یوه پلازا کې ځای پر ځای کړي وو.
د پولیسو دغه مشر وایي چې یاد نشهیي توکي د افغانستان په فابریکو کې له پروسس وروسته ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ځي او له هغه ځایه بیا په بېړیو او کښتیو کې هندوستان ته قاچاق کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم یو شمېر افغانان د هندي پولیسو له خوا د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن