ژبه

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې مشاعره وشوه

غزني (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شلګر ادبي بهیر له خوا مشاعره جوړه شوې وه چې د دغه ولایت ترڅنګ، د بېلابېلو نورو ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم وربلل شوي وو.

په مشاعره کې د غزني والي او نورو سیمه‌ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د غزني والي مولوي محمداسحاق اخندزاده مشاعرې ته په خپله وینا کې وویل، دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې فرهنګي ناسته او مشاعره جوړېږي.

هغه ځوانان وستایل او یادونه یې وکړه چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې د خلکو هیلې دوی ته دي.

login or register a new account.