ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د مرکز ۴ زره کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو اسانتیا برابره شوه

د لوګر د مرکز ۴ زره کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو اسانتیا برابره شوه

author avatar
22 Sep 2022 - 17:32
د لوګر د مرکز ۴ زره کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو اسانتیا برابره شوه
author avatar
22 Sep 2022 - 17:32

پل‌علم (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د اوبو رسونې ادارې مسوولین وایي، له برېښنا ادارې سره په ګډه یې د مرکز پل‎علم ښار په «خواجه محمد افضل» سیمه کې د برېښنا یو تراسفرمر نصب کړ چې ۴ زره کورنیو ته به ۲۴ ساعته د څښاک پاکو اوبو رسولو ظرفیت ولري.

د اوبو رسونې ادارې امر انجنیر ثمرګل ګلزار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۴.۳ میلیون افغانیو په مالي لګښت د برېښنا یو ټرانسفرمر جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه زیاته کړه چې یاد ټرانسفرمر ۴۰۰ کیلوواټ ظرفیت لري او د ښار سلګونه متره مربع سیمو ته د برېښنا له لارې ۲۴ ساعته د اوبو رسولو ظرفیت لري.

دی وايي، اوس مهال د دې پروژې له پرانیستې سره د مرکز پل‎علم ښار ۴ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه هواره شوه او په پام کې ده چې ورته پروژې د لوګر ولایت په نورو سیمو کې هم عملي کړي.

بلخوا د لوګر والي مولوي عنایت‎الله شجاع جوړ شوو مراسمو ته وویل چې د مرکز پل‎علم ډېری اوسېدونکي اوس مهال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او ولایتي ادارې له یو شمېر نورو کورنیو او نړۍوالو موسسو سره په ګډه کار کوي چې د دغه ښار پاتې برخو ته هم د نلونو له لارې پاکې اوبه ورسوي.

نوموړي د لوګر ولایت پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د دولت له لوري د پلې کېدونکو پروژو ملاتړ او ساتنه وکړي.

د پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي محمدخالد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخوا په پرتله د دغه ښار اوسېدونکو پرمختګ کړی او اوس مهال ۲۴ ساعته برېښنا او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د پل‎علم ښار لویې لارې او واټونه دې هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي څو خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

تېره ورځ هم د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمه کې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه پرانیستل شوه چې د دغې شبکې له لارې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.