ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یو کس د قېمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی

کابل کې یو کس د قېمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی

author avatar
23 Sep 2022 - 09:59
کابل کې یو کس د قېمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی
author avatar
23 Sep 2022 - 09:59

کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د ۶مې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې يې یو کس د ۱۱۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۰.۵ کیلوګرامه قېمتي ډبرو د قاچاق په تور نیولی دی.

د کورنيو چارو وزارت له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس چې د دایکنډي ولایت اصلي اوسېدونکی دی، تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل ښار د ۶مې امنیتي حوزې اړوند په حاجي نبي ښارګوټي کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

سرچينه زياتوي، دغه کس له ۱۰.۵ کیلوګرامه قېمتي ډبرو سره لاس په لاس ونیول شو چې غوښتل یې پر یو چا یې په ۱۱۵ زره امریکایي ډالره وپلوري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس دا ډبرې له تخار ولایت څخه کابل ته راوړې وې او له ډېرې مودې د کشفي مدیریت تر څار لاندې و.

Visits: 679

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.