ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې کاري وختونه مشخص کړل

د کار او ټولنيزو چارو وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې کاري وختونه مشخص کړل

author avatar
23 Sep 2022 - 00:40
د کار او ټولنيزو چارو وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې کاري وختونه مشخص کړل
author avatar
23 Sep 2022 - 00:40

اټلانټا (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د کار او ټولنيزو چارو وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرکزي او ولایتي امارتي ادارو د کارکوونکو د کار پيل او پای وختونه مشخص کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې، یاد وزارت ویلي، مرکزي او ولایتي امارتي ادارو د کارکوونکو د کار د پيل او پای وختونه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفرالمظفر ۲۶مه چې د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د تلې (میزان) له لومړۍ نېټې سره برابره ده؛ د شعبان المعظم تر ۲۷مې پورې د کب (حوت) له ۲۹مې سره سمون خوري؛ په لاندې ډول تنظیم شوي دي:

سرچینې زیاته کړې، له شنبې تر چهارشنبې پورې، د کار پيل د سهار ۸ بجې او ۳۰ دقیقې او له (۱) بجې څخه تر (۲) بجو پورې د لمانځه د اداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره د يو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره، د کار ختم د مازیګر ۳ بجې او ۳۰ دقیقې ټاکل شوې دي.

دغه راز د پنجشنبې په ورځو کې، د کار پيل د سهار۸ بجې او ۳۰ دقیقې او د کار پاى له غرمې وروسته یوه نیمه بجه ده.

همدا رنګه، په یاده خبرتیا کې ټولو توليدي، خدماتي او د دايمي فعالو برخو موسسې (کاري شفتونو تنظیم)، نشراتي، روغتيايي، پوهنې او د لوړو زده کړه موسسو ته سپارښتنه شوې چې د کار وختونه د کاري ځانګړتیاوو، اقليمي شرايطو او له اړوندو لايحو او مقررو سره سم، خپل کاري وختونه د کال په راتلونکو شپږو میاشتو کې په اوونۍ کې په ۳۵ ساعته توګه تنظیم کړي.

Visits: 1773

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.