کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له روسیې څخه افغانستان ته د تېلو، ګازو او غنمو واردولو د هوکړې له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد پژواک ته وویل، د دغه وزارت او روسیې ترمنځ د تېلو، اوبلن ګازو او غنمو د وارداتو هوکړهلیک، مسکو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په وروستي سفر کې لاسلیک شوی و.
هغه زیاتوي: «دغه هوکړه یوه میاشت مخکې کله چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر صاحب روسیې ته تللی و، ترسره شوې او زموږ تخنیکي ټیم تر اوسه پر جزئیاتو کار کاوه چې بشپړ شول او له ختمېدو وروسته انشاءالله د توکو لېږد پیلېږي.»
د هغه په وینا، په کال کې د دوه میلیون ټن تېلو، پنځه سوه زره ټن ګازو او دوه میلیون ټن غنمو پېرېدل په دغه هوکړهلیک کې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن