ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تهران کې د اسیا د ۳۵ هېوادونو خبري اژانسونو کنفرانس پیل شو

تهران کې د اسیا د ۳۵ هېوادونو خبري اژانسونو کنفرانس پیل شو

author avatar
25 Oct 2022 - 02:07
تهران کې د اسیا د ۳۵ هېوادونو خبري اژانسونو کنفرانس پیل شو
author avatar
25 Oct 2022 - 02:07

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د اسیا د ۳۵ هېوادونو خبري اژانسونو دوه ورځنۍ ناسته د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل شوه.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د خبري اژانسونو سازمان (اوآنا) د عمومي ناستې لومړۍ ورځ نن (د لړم ۲مه) د ایران په پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د فرهنګ او اسلامي ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي او د غړو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان حکومت اړوند باختر آژانس د ریيس عبدالواحد ریان په ګډون له ۳۵ هېوادونو د نړۍوالو رسنیو او خبري اژنسونو ۶۰ استازو ګډون کړی دی.

په دې ناسته کې د سوېلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس مرستیال مدیر هیون جین کیم په خپله وینا کې دغه ناسته د نظرونو تبادلې لپاره مناسب فرصت وباله او په وینا يې، د سازمان غړي هېوادونه د دغسې ناستو له لارې کولای شي خپلې ستونزې، وړاندیزونه او سپارښتنې له یو بل سره شریک کړي او په اړه یې بحث او خبرې وکړي.

نوموړي وړاندیز وکړ چې راتلونکې غونډه دې د سوېلي کوریا په پلازمېنه سیول کې ترسره شي.

د اسیا او اقیانوسیه خبري اژانسونو سازمان (اوآنا) په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اطلاع رسونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان په ملاتړ رامنځته شو.

د غړو هېوادونو ترمنځ د رسنیزو همکاریو لا پیاوړتیا د تهران د نننۍ ناستې تر ټولو مهمه اجنډا وه.

اوس مهال د اسیا او اقیانوسیې د ۳۵ هېوادونو ۴۳ خبري اژانسونه د دغه سازمان غړیتوب لري او ایران یواځېنی هېواد دی چې ۳ خبري آژانسونه (ایرانا، فارس او مهر) يې د یاد سازمان غړیتوب لري.

Visits: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.