منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې دوه انسان‌تښتوونکي وژل شوي او یو صراف یې له بنده راخوشی شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وایي، د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي، دوه نور نیول شوي او یو صراف یې له بنده ژغورل شوی دی.

د استخباراتو ریاست د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یاد عملیات د دغه ریاست ځواکونو د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې کړي دي.

سرچینې لیکلي چې د عملیاتو په ترڅ کې د محمدجاوېد په نوم یو صراف چې شاوخوا یوه میاشت مخکې اختطاف شوی و، د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی دی.