ژبه

هند: افغانستان کې داسې حکومت غواړو چې له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مقابله وکړی شي

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): هندوستان په افغانستان کې د یوه داسې ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې د لږکیو په ګډون د ټولو حقونه پکې خوندي وي او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مقابله وکړی شي.

دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي رویندرا تېره شپه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې کلنۍ غونډې پر مهال د افغانستان په تړاو ځانګړې ناستې ته کړې دي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره تاریخي او د ملګرتیا اړیکې لري او په دغه هېواد کې د بشري بحران له امله یې هېواد اندېښمن دی.

د هند استازي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې درمل او نور خوراکي توکي لېږلي دي.

login or register a new account.