ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی

وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی

author avatar
11 Nov 2022 - 21:56
وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی
author avatar
11 Nov 2022 - 21:56

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د ډیورند پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی برید شوی چې له امله یې یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې سږ کال دا اووم ځانمرګی برید دی چې پر پاکستاني پوځیانو کېږي.

امنيتي چارواکو او پوليسو ويلي، دا تازه ځانمرګی برید تېر ماښام د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په نورک سیمه کې شوی دی.

د شمالي وزيرستان د پوليسو دفتر ويلي چې د برید موخه د پوځ یو موټر و چې له امله یې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې يوه امنیتي چارواکي وویل چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسایکل په سیمه کې د پوځ له یوه موټر سره جنګولی چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

Visits: 383

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.