اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د پاکستان د سند ایالت پولیسو ویلي، په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ نور افغانان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي.
په کراچۍ کې د نیمه پوځي ځواکونو (رینجرز) له خوا د لړم په ۲۰مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان چې تازه له افغانستانه اوښتي وو، له بلوچستان څخه سند ایالت ته داخل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، د یادو کسانو له بایومیټریک وروسته معلومه شوه چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په ناقانونه توګه سند ایالت ته راغلي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په نیول شوو ۱۲۲ کسانو کې، ۸۹ نارینه، ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان شامل دي.
د پاکستان یادې امنیتي ادارې ویلي چې د بلوچستان له مسوولینو سره په اړیکو کې دي چې دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږدوي.
د یادونې ده، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پاکستاني پولیسو په سند او بلوچستان کې سلګونه افغانان نیولي او په ناقانونه ډول یې زندانونو کې اچولي دي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان امنیتي ځواکونو پر دغه اقدام سخت غبرګون ښودلی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.
دغهراز په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پاکستاني پولیس نیول شوي افغانان په رسیو تړلي او بد چلند ورسره کوي چې دې چارې د افغانانو کلک غبرګونونه یې راپارولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










