منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اسلامي امارت مشر: قضاء له ټولو ارګانونو خپلواکه او پر ټولو حاکم ارګان دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۲ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر وايي، ټول قاضيان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي او شرعي نظام د محاکمو له فعالیت څخه معلومېږي.

د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر شېخ هبت‌الله اخندزاده دغه څرګندونې نن (شنبه) د کندهار، زابل او غزني د ملکي او نظامي محکمو قاضیانو ته د لس ورځني قضايي سيمینار د پای په وینا کې ګډونوالو ته کړې دي.

سرچينه زياتوي چې د اسلامي امارت مشر شېخ هبت‌الله اخندزاده د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «زه به د قضاء خپلواکي او استقلالیت هغه ورځ ومنم چې یو والي یا قومندان له چا سره دعوه ولري، په محکمه کې د قاضي په مخ کې ناست وي او قاضي پر دغه والي یا قومندان فیصله وباسي او دی ملامت کړي.»

هغه زیاته کړې، قضاء له ټولو ارګانونو څخه خپلواکه ده او پر ټولو ارګانونو حاکم ارګان دی، که د قضاء اړوند کوم کارونه ځنډېږي، نور ټول ارګانونه ورته لومړیتوب ورکوي او کارونه یې خلاصوي او دغه‌راز که چېرې په قضايي پرسونل کې د ډېروالي اړتیا وي، ورته منظور به یې کړي.

نوموړي د قضاء اړوند تفصیلي وینا کې ویلي، د امیر امر منل او اطاعت کول پر ټولو واجب دی او ټول باید اطاعت یې وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سيمینار په پای کې د علماوو له خوا ګډونوالو ته اداري اُصولنامه، حقوقي اُصولنامه، د وثایقو لارښود، معین القضاة، اُصول الافتاء او مجلة الاحکام العدلیة کتابونه تدریس شول.

سرچينه زياتوي، دغه‌راز په یاد سيمینار کې د کندهار د تميیز رئیس او د سترې محکمې مرستیال شيخ ‌مولوي سردارمحمد ابوالفیضان او د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم خبرې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست