منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې ۸ کسان مړه او ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۴ کتنې

فیض‎اباد (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): په بدخشان کې د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه کې د دوو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعلاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د یاد ولایت د مایمي ولسوالۍ په زنیف کلي کې شوې ده.

هغه وویل، یاده پېښه داسې مهال شوې چې تېرې دوه ورځې په یاده ولسوالي کې سخته واوره اورېدلې وه.

په ورته مهال، د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوی محمداکبر اکبري وايي، دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په زنیف کلي کې شوې چې ټپیان یې کلینیک ته لېږدول شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د پېښې مړي له خاورو را ایستل شوي دي.

هغه وویل، د یاد ریاست د کارکوونکو او مرستندویه موسسو ګډ ټېمونه سیمې ته استول شوي او ډېر ژر به رسېدنه ورته وشي.

هغه زیاتوي چې په مړو کې دوه ځوانې ښځې، دوه له ۱۲ کلونو کم‌عمره ماشومان او دوه ۱۸ کلن ځوانان شامل دي خو دوه د پاخه عمر سړي په دې پېښه کې ټپیان شوي چې د یادې ولسوالۍ په کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې