ژبه

حامد کرزی نن بېرته هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): پخوانی ولسمشر حامد کرزی له اوولس ورځني سفر وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.

د حامد کرزي د دفتر رییس شجاع خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن د لېندۍ په ۳۰مه، سهار اووه‌نیمې بجې هېواد ته راورسېد.

تېر کال د جمهوریت له سقوط وروسته حامد کرزی په کابل کې پاتې شو، خو وروسته سرپرست حکومت هغه ته د بهر تګ اجازه نه ورکوله چې په دې اړه کرزي هم په خپلو مرکو کې یادونه کړې وه.

خو شاوخوا دوه اونۍ مخکې هغه ته اجازه ورکړل شوه څو جرمني ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

هغه د خپل دغه سفر په لړ کې لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره ولیدل.

دغه‌راز، هغه د جرمني په برلین ښار کې د عدلیې له پخواني وزیر فضل‌احمد معنوي، پخواني چارواکي ډاکټر صادق مدبر او ځینو نورو سیاسیونو سره له لیدنو وروسته ترکیې ته ولاړ او هلته یې له محمد محقق او محمدکریم خلیلي سره د هېواد پر روانو مسایلو خبرې وکړې.

د کرزي دفتر وايي، د هغه د سفر په اړه نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

ورته موضوع