منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د دايکنډي خلک د روږدو درملنې مرکزونو د بېرته فعالولو غوښتنه کوي

د دايکنډي يو شمېر روږدي کسان او اوسېدونکي پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې مرکزونو له نشتوالي شکايت کوي او غواړي چې بېرته فعال شي؛ خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، ډېر ژر به په نيلي ښار کې د معتادينو د درملنې ۴۰ بستريز روغتون فعال شي.    

غړي

د ننګرهار په سپين‌غر ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت دوې پروژې پيل شوې

د ننګرهار ولايت په سپين‌غر ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو او د سېلاب له امله د يوې تخريب شوې سيمې د بيارغولو چارې پيل شوې.

غړي

«سږ کال د کانکور له ۱۴۵زره ګډونوالو ۸۰زره یې د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته جذبېږي»‎

د ازموینو ملي اداره سربېره پر دې چې د روان کال د تلې له ۱۴مې تر ۲۱مې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کانکور ازموینې د اخیستلو خبر ورکوي وايي، سږ کال لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته د محصلانو جذب د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

غړي

فرېب‌کارانو د فاریاب ځیني خلک تېر ایستلي او پیسې یې ترې اخیستې

د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت وايي، يو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکو د مخابراتي شبکو له شمېرو په استفادې، د دغه ولايت ځیني اوسېدونکي په دې پلمه چې ګواکې لویه جاېزه یې ګټلې، دوکه کړي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.

غړي

د بدخشان هغو لسګونو کم ‎عمره کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه چې له ګاونډیو هېوادونو راایستل شوي

بدخشان کې ځايي سرچینې په روان کې کال کې له ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ کلونو د کم‎عمره ۷۵ ماشومانو راایستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې یادو لسګونو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه…

نور راپورونه