ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګ او نورستان کې له ۳۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنیو جامو مرسته وشوه

میدان وردګ او نورستان کې له ۳۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنیو جامو مرسته وشوه

author avatar
3 Jan 2023 - 17:33
میدان وردګ او نورستان کې له ۳۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنیو جامو مرسته وشوه
author avatar
3 Jan 2023 - 17:33

پارون، ميدان‌ښار (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): په ميدان وردګو کې له ۳۴۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او نورستان کې له ۱۲۰ زده‌کوونکو سره د جمپرونو او ۱۰۰ اړو کورنیو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ له ۳ زره ۴۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵۵ ليتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه دال او ۰.۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شول.

له بلې خوا، د نورستان په مرکز پارون کې له ۱۲۰ زده‌کوونکو سره د جمپرونو او له ۱۰۰ اړو کورنیو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.