ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله د هلمند او کندهار برېښنا پرې شوې

کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله د هلمند او کندهار برېښنا پرې شوې

author avatar
6 Jan 2023 - 12:15
کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله د هلمند او کندهار برېښنا پرې شوې
author avatar
6 Jan 2023 - 12:15

لښکرګاه (پژواک ، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د هلمند ولایت په کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله د هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوه ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله چارواکو پرېکړه وکړه چې پر هلمند او کندهار ولایتونو  برېښنا بنده کړي.

خو هغه وویل، کله چې اوبه په بند کې زیاتې شې بېرته به برېښنا په عادي ډول هلمند او کندهار ته ورکړل شي.

د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري. د دغه بند برېښنا د کندهار ولایت مرکز او ځینو سیمو او دغه راز د هلمند مرکز او سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو ته ورکول کېده.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي د برېښنا پرې کېدو اندېښمن کړي دي.

د لښکرګاه د دویمې ناحیې اوسېدونکي محمداسماعیل وایي، د برېښنا نشتوالی به د لښکرګاه اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وایي: «تېل ګران دي، خلک یې د رانیولو توان نه لري چې په خپلو کورونو کې له ژورو څاه‌ګانو څخه اوبه د ماشین په ذریعه راوباسي، د دې ترڅنګ په جوماتونو کې د اوداسه اوبو ته به هم خلک لاسرسی ونه لري.»

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی قدرت‌الله بیا وایي، د برېښنا پرې کېدل نه یوازې ښاریان له یو لړ ستونزو سره مخ کوي، بلکې هغه صنعتګر چې فابریکې یې د کجکي پر برېښنا چلول کېږي، هغه به هم ورسره بندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وچکالۍ له امله د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.