ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدي: د موټر د نوم او بیې اعلان به خلک حیران کړي

احمدي: د موټر د نوم او بیې اعلان به خلک حیران کړي

author avatar
8 Jan 2023 - 15:27
احمدي: د موټر د نوم او بیې اعلان به خلک حیران کړي
author avatar
8 Jan 2023 - 15:27

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی۱۴۰۱): په افغانستان کې د سوپرکار موټر جوړوونکی محمد‌رضا احمدي وايي، د موټر ټول کارونه بشپړ شوي او نور يې پر سر «سوداګریزې مذاکرې» ته چمتو دی خو زیاتوي چې د خلکو حیرانتیا لپاره یې د موټر بیه او نوم تر اوسه نه دي په ډاګه کړي او دا یې د سوداګریز پلان یوه برخه جوړوي.

چارواکو د روان کال د تلې په ۲۶مه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره کې د «نوښت» مرکز پرانیست‌غونډه کې وویل، د دغه مرکز نوښتګرو وکولای شول چې یو موټر جوړ کړي.

انجنیر محمدرضا احمدي هغه مهال ویلي وو چې د دغه موټر په جوړولو کې د ده په ګډون پنځه کسان کار کوي.

دغه موټر وړمه اونۍ د کابل پوهنتون پر یوه سړک نندارې ته وړاندې شو، په کور دننه او بهر وستایل شو او ان د هېواد ځینو ملي پانګه‌والو یې د پېرنې اعلانونه کړي دي.

محمدرضا احمدي په ایران کې زېږېدلی او هلته یې تر څلوارلسم ټولګي د ساختماني انجنیري برخه کې زده‌کړې کړې دي.

‎ده وړمه ورځ (د مرغومي ۱۶مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د خپل کاروبار لرلو په نیت پنځه کاله مخکې له ایرانه افغانستان ته راغلی او ویې کولای شول چې په دې موده کې افغانستان کې «لومړنی موټر» جوړ کړي.

هغه وايي، په لومړي سر کې یې په ایران کې یوه روغتیایي اله اختراع کړه، وروسته یې د «سي‌اېن‌سي» ماشین جوړولو اقدام وکړ او د دغه ماشین جوړولو په ترڅ کې یې ومونده چې دغه هنر د موټر په جوړولو کې هم کارولای شي.

نوموړي وویل چې پر همدغه اساس یې د موټر جوړولو ته مخه کړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، سي‌اېن‌سي ماشین د فلزاتو، ډبرو او لرګیو تراشلو او موښلو په موخه کارول کېږي او د موټر قالبولو په برخه کې هم ترې کار اخیستل کېږي.

احمدي زیاتوي: «افغانستان کې لومړنی موټر جوړول مې لاشعوري نظریه نه وه، ما دوه- درې پروژې درلودې، هماغه باعث شوې چې موږ د یوه فني ټیم په توګه وکولی شو موټر جوړ کړو.»

هغه د موټر د لګښت په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته وویل چې د موټر جوړولو په برخه کې ځینو کسانو تمویل کړی او سوداګرو هم ورسره مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «په هېواد کې له تحولاتو یوه اونۍ مخکې د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو ادارې ته لاړو، خو هلته رسمي نه وو، اصلا کوم تشکیل او چارچوکاټ نه و او ان هېڅ بحث هم نه و شوی، کله چې تحولات راغلل او نظام بدل شو، موږ تقریبا نهه میاشتې په تخنیکي او مسلکي اداره کې خپل کار ته ادامه ورکړه، هېڅوک نه پوهېدل چې موږ هلته یو، یوه ورځ د دغې ادارې رییس له ادارې لیدنه درلوده، موږ یې چې ولیدو، حیران شو چې تاسو څنګه دلته یاست، ما چې ورته کیسه وکړه، هغه په ټینګار وویل چې له موږ ملاتړ کوي او وېې ویل چې څه غواړئ؟ ما غوښتنه وکړه چې د نوښت مرکز دې رامنځته شي، څو د ټولو هغو ځوانانو ستونزې حل شي چې نوښتونه لري، زموږ ستونزې هم په دغه مرکز کې حلیدای شي، هماغه و چې مرکز جوړ شو او د لومړۍ پروژې په نوم له موږ ملاتړ وشو، د خدای شکر دی چې ډېره ښه پایله یې ورکړه.»

موټر کومې ځانګړنې لري؟

انجنیر محمدرضا احمدي وايي:«له لومړۍ ورځې موږ غوښتل داسې موټر تولید کړو چې د سوپر یا ګړندي ورزشي موټرونو ځانګړنې ولري او داسې بیه ولري چې د لاسرسي وړ واوسي.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په یاد موټر کې له ۵۰ سلنې ډېر المونیم او اوسپنه کارول شوي، د ډېر سرعت او کم وزن لرونکی دی او د موټر بدنه د المونیم او «فیوري کاربن» له ترکیبه جوړه شوې ده.

احمدي د دغه موټر په اړه وایي: «ما تر اوسه داسې څه نه دي لیدلي او فکر کوم چې دغه موټر به ډېره تقاضا پیدا کړي، که دې عرضې ته له افغانستانه ۱۰ یا ۱۵ سلنه تقاضا واوسي، نو دا به ډېر لوی تخلیق وي او په دې سره به په اوږدمهال کې افغانستان صنعتي شي.»

هغه وویل چې د موټر ټول کارونه بشپړ شوي او اوسمهال د موټر پر سر «سوداګریزې مذاکرې» ته چمتو دی، خو د موټر نوم او بیه یې د خلکو د حیرانتیا لپاره پرېیښې، ځکه دا د سوداګریز پلان برخه ده.

انجنیر احمدي په افغانستان کې اوږدمهالو جګړو ته په اشارې وايي: «جګړه ختمه شوې او موږ عادي ژوند ته راګرځېدلي یو، لږ څه ستونزې شته، خو اوس موږ له پرمختللو هېوادونو سره هیڅ توپیر نه وینو او هیڅ کار ناشونی نه دی.»

نوموړي په هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته له هېواده د افغانانو وتلو ته په پام وویل چې کډوالي یوه شخصي مسئله ده، خو ده ته د اوس لپاره افغانستان تر ټولو ښه ځای دی.

هغه د افغانستان له سرپرست حکومته د دغې یوې پوښتنې ځواب غواړي چې ایا دوی رښتیا هم غواړي دغه هېواد جوړ شي؟  د ده په وینا، که د دې پوښتنې ځواب ورکړي نو دوی (نوښتګر) به د هماغه ځواب پر بنسټ نور «اقدامات» وکړي. احمدي د خپلو نورو اقداماتو په اړه څه ونه ویل.

د یادونې ده، د ۱۳۹۹ کال په وږي میاشت کې افغانستان کې د موټرو تولید یوه شرکت «افغانستان پاور» خپل لومړنی جوړ کړی موټر نندارې ته وړاندې کړ.

Visits: 4151

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.