کندز (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې راستنو شوو کډوالو ته په درې زره جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټې جوړولو چارې پیل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، کندز ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو راغلو بېوزله کورنیو ته د نومرو د وېش بهیر پیل کړ.
هغه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، دغه ښارګوټی په درې زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، د ښار جوړولو ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي او ریزرف ساحه یې هم ورته په پام کې نیولې ده.
هغه وویل، تراوسه ۱۵۳۰۰ کورنۍ ثبت شوې او په دغه ښارګوټي کې ۳۷۴۱ کورنیو ته نومرې په پام کې نیول شوې دي.
ده زیاته کړې: «موږ به د کډوالو له ظرفیتونو ګټه پورته کړو او دوی دې هم دا فکر وکړي چې خپله خاوره یې ورته اړتیا لري.»
نوموړي په هغو ځوانانو چې د اقتصادي ګټو په موخه بهرنیو هېوادونو ته سخت سفرونه کوي، وغوښتل څو په خپل کور پاتې شي او په شته امکاناتتو دې شکر وباسي.
د یاد وزارت سرپرست ویلي، دا فکر ورسره دی چې څنګه کېدای شي د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP