ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا پنځو ولسوالیو کې د کلدارو چلښت؛ خلک یې له حکومته د مخنیوي غوښتونکي دي

د پکتیا پنځو ولسوالیو کې د کلدارو چلښت؛ خلک یې له حکومته د مخنیوي غوښتونکي دي

author avatar
4 Feb 2023 - 11:15
د پکتیا پنځو ولسوالیو کې د کلدارو چلښت؛ خلک یې له حکومته د مخنیوي غوښتونکي دي
author avatar
4 Feb 2023 - 11:15

ګردېز (پژواک، ١٥ سلواغه ١٤٠١): پکتيا کې يو شمېر خلک او هټۍوال وايي چې د دغه ولايت په څمکني، ډنډي‌پټان، جاني‌خېل، ځاځي‌اريوب او احمدخېلو ولسواليو کې اوس هم راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي.

هغوی زیاتوي، د پکتيا یادې ولسوالۍ له په ډیورنډ کرښې سره پرتې دي نو ځکه په کې راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د څمکنيو ولسوالۍ بازار يوه هټۍوال عبدالوکيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا څلور کاله مخکې په ټول هېواد کې پر کلدارو راکړه ورکړه بنده شوه خو په دې ولسوالۍ اوس هم چلېږي.

هغه وايي: «د افغانيو لپاره تر اوسه سم کمپاين نه دى شوى چې بايد د کلدارو پر ځاى خلک راکړه – ورکړه په افغانيو ترسره کړي.»

دى زياتوي، د کلدارو په پرتله د افغانيو ارزښت او ثبات ښه دى، خلک بايد راکړه ورکړه په افغانيو وکړي.

دغه راز د ځاځي‌اريوب ولسوالۍ يوه هټۍوال اکبرګل پژواک ته وويل: «د کلدارو راکړې ورکړې پر مهال هټۍوال له ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه کلداره اوس وخت کې ثبات نه لري او موږ ته تاوان دى.»

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا مهال په څمکني، ډنډي‎پټان، جاني‎خېل، ځاځي‌اريوب او احمدخېلو ولسواليو کې اوس هم راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي.

ده وويل، حکومت بايد په کلدارو راکړه ورکړه بنده کړي څو خلک اړ شي چې په معاملاتو کې له افغانيو استفاده وکړي.

د دغه ولايت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د افغانۍ رايجولو لپاره دې عمومي کمپاين ترسره کړي.

بل لور ته حکومتي مسوولين هم دغه مسئله تاييدوي.

د پکتيا د والي وياند عبدالقادر احمدي پژواک ته وويل، ولايتي اداره کوښښ کوي چې د يوه کمېسيون په جوړولو سره د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د کلدارو چلېدو مخه ونيسي او د افغانيو دودولو لپاره کار وکړي.

د يادونې ده، شاوخوا څلور کاله مخکې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېده خو پخواني حکومت د يوه سراسري کمپاين له لارې په کلدارو راکړه ورکړه بنده کړه خو بيا هم تر اوسه په ځينو سيمو کلدارې چلېږي.

Visits: 291

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.