ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني فارغان: د ډيپلوم نه ترلاسه کولو له امله تحصیلي بورسونه او کاري فرصتونه له لاسه ورکوو

ځيني فارغان: د ډيپلوم نه ترلاسه کولو له امله تحصیلي بورسونه او کاري فرصتونه له لاسه ورکوو

author avatar
20 Feb 2023 - 18:30
ځيني فارغان: د ډيپلوم نه ترلاسه کولو له امله تحصیلي بورسونه او کاري فرصتونه له لاسه ورکوو
author avatar
20 Feb 2023 - 18:30

کابل (پژواک، ۱ کب ۱۴۰۱): یو شمېر هغه کسان چې په تېرو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي وايي، سره له دې چې له فراغته یې څو کلونه کېږي خو له پرله‌پسې هڅو سره هم نه دي توانېدلي چې خپل تحصيلي اسناد ترلاسه کړي.

دغه فارغان وایي، د تحصیلي اسنادو او ډیپلوم نه لرلو له امله تحصیلي بورسیې او کاري فرصتونه له لاسه ورکوي.

د کابل له يوه خصوصي پوهنتونه د ژورناليزم پوهنځي فارغه سارا عزيزي وايي، له فراغته یې دوه کاله کېږي خو له ډېرو هڅو سره سره نه ده توانېدلې چې خپل تحصیلي اسناد او ډيپلوم ترلاسه کړي.

د هغې په وینا، څو ځله یې د ډيپلوم ترلاسه کولو لپاره خپل پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت ته مراجعه کړې خو ورته ویل شوي چې د ډیپلوم د وېش لړۍ درېدلې ده.

عزیزي زیاتوي، ان هغه محصلین چې تر نوموړې وړاندې فارغ شوي تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

هغې زیاته کړه، د ډیپلوم نه لرلو له امله له ‌ډېرو ستونزو سره مخ شوې، بورسونو ته نوم‌لیکنه نشي کولای او څو کاري فرصتونه یې هم له لاسه ورکړي دي.

همداراز، ضمیر چې په ۱۴۰۰ کال کې له کابل پوهنتونه فارغ شوی وايي، که څه هم څو ځلې یې د تحصیلي اسنادو ترلاسه کولو هڅه کړې، خو یوازې نیم ټولګیوال یې توانېدلي چې ډیپلومونه ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، هغه مهال چې له پوهنتون څخه فارغ شول، د لوړو زده‌کړو وزارت د دوو اونیو لپاره د ډیپلومونو ترلاسه کولو ته احکام ورکاوه او په دغه موده کې نیمايي شمېر ټولګیوال یې وتوانېدل چې ډیپلومونه ترلاسه کړي، خو پاتې نور لا هم نه دي توانېدلي.

اديبه چې دوه کاله وړاندې د تخار له يوه خصوصي پوهنتونه فارغه شوې وايي، هغه مهال د ډيپلوم ترلاسه کولو لپاره ترې پيسې اخيستل شوې وې، خو تر اوسه ورته ډيپلوم نه دى ورکړل شوى.

هغې زیاته کړه: «موږ د سند او له هغه څخه د ګټې اخیستو په هیله زده‌کړې وکړې، اوس چې ونه شو کولای نو څه ګټه؟»

دغه‌راز، د رشاد احمد په نوم یو بل کس چې ۴ کاله وړاندې په کابل کې د خصوصي لوړو زده‌کړو له یوې موسسې فارغ شوی وايي، له درېیو کلونو هلوځلو وروسته يې تېر کال خپل ډيپلوم ترلاسه کړ.

د دغه راپور موندنې ښيي، ډېری هغه کسان چې نه دي توانېدلي خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي د خصوصي پوهنتونونو محصلین وو؛ له همدې امله ومو غوښتل چې له دغو خصوصي پوهنتونونو د یادې ستونزې په اړه وپوښتم، خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

خو په همدې حال کې، د يوه خصوصي پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال چې نه غوښتل نوم يې په راپور کې ذکر شي، پژواک اژانس ته وويل، په ډېری خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیلي اسنادو نه ترلاسه کولو یا په ځنډ ترلاسه کولو اساسي لامل دا دی چې له لوړو زده‌کړو وزارت سره د هغو څانګې «ډیپارټمنټونه» ثبت شوي نه دي.

د هغه په ​​وينا، د دوى په پوهنتون کې دوه نوي جوړ شوي ډيپارټمنټونه له وزارت سره نه دي ثبت شوي، نو له همدې امله له دغو څانګو فارغ محصلين نه دي توانېدلي چې خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، ډېرى خصوصي پوهنتونونه له دغه ډول ننګونو سره مخ دي، خو د لوړو زده‌کړو وزارت د ستونزې د حل هڅه کوي او هلې ځلې کوي چې د خصوصي پوهنتونونو د تازه تاسیس شوو څانګو د راجستر کولو موضوع حل کړي.

په ورته وخت کې، د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي تدريسي مدیر چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې ذکر شي وويل، اوسمهال په پوهنتون کې د ډيپلومونو سپينه پاڼه نشته، خو فارغانو ته د ډیپلوم پر ځای یو سرټیفیکیټ ورکول کېږي چې د ډیپلوم په څېر کارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني هغه محصلین چې په سږني مني کې له پوهنتونونو فارغ شوي وايي، دوی ان خپل ترانسکرپټ (د نمرو نتایج) نه شي ترلاسه کولای.

دوی وايي، د بېلابېلو هېوادونو سکالرشیپونه اعلان شوي او د نوم‌لیکنې ټاکلې موده یې تر دوو اونیو پای ته رسېږي. د دوی په وینا، که په راتلونکو دوو اونیو کې خپل ترانسکرپټ ترلاسه نه کړي، د سږني بورسیو لپاره نوم‌لیکنه نه شي کولای.

قهار اکبري چې درې مياشتې وړاندې له کابل پوهنتونه فارغ شوى وايي، دى او ټولګيوال يې څو څو ځلې د پوهنځي مدیریت ته د ترانسکرپټ ترلاسه کولو لپاره تللي، خو ورته ويل شوي چې تر اوسه يې د نمراتو کتابچه وزارت ته نه ده رسېدلې او ښایي په راتلونکي تحصیلي کال کې یې ترلاسه کړي.

له پوهنتونونو دغه فارغان له لوړو زده‌کړو وزارت او اړوندو بنسټونو دې ستونزې ته د رسېدو او هر څه ژر د تحصیلي اسنادو او ډیپلوم ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

په کابل پوهنتون کې د يوه پوهنځي تدریسي مدیر وويل، هغه محصلین چې په ۱۴۰۱ کال کې فارغ شوي، پر جدولونه يې کار روان دى، څو سوابق یې له نومرو سره یو ځای وزارت ته واستول شي څو تر راتلونکې وري میاشتې خپل ټرانسکرپټ ترلاسه کړي.

له دې ټولو سره سره، د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د ډیپلومونو او تحصیلي اسنادو په ترلاسه کولو کې د ځنډ په اړه د محصلینو ادعاوې ردوي او وایي، په دغه وزارت کې د محصلینو د تحصیلي اسنادو د طی مراحل بهیر په عادي ډول روان دی.

د نوموړي په وینا، هره ورځ ۵۰۰ فارغانو ته ډیپلومونه وېشل کېږي.

Visits: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.