ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه او سوریه کې بیا زلزله شوې؛ ۳ کسان مړه او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي

ترکیه او سوریه کې بیا زلزله شوې؛ ۳ کسان مړه او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي

author avatar
21 Feb 2023 - 08:21
ترکیه او سوریه کې بیا زلزله شوې؛ ۳ کسان مړه او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي
author avatar
21 Feb 2023 - 08:21

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): ترکیه او سوریه کې بیا زلزلې شوې چې له امله یې درې کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې رسمي دولتي اژانس (انادولو) د کب په ۲مه خبر ورکړی چې لومړۍ زلزله پر ځایي وخت ماخوستن اته بجې او ۴ دقیقې او دویمه له دې څو شېبې وروسته وشوه.

بلخوا د زلزلې سنجونې نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې و او دویمه بیا ۵،۸ درجې وه.

د ترکي د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا زلزله د دغه هېواد په سوېل کې د حتایا ولایت مربوطاتو کې شوې او ډېرې ودانۍ یې ړنګې کړې دي.

هغه زیاته کړې، په دې سیمه کې د زلزلې له امله درې کسان مړه او ۲۱۳ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې همهاله د سوریې په لوېدیځو سیمو کې هم په یاد شدت سره زلزله شوې چې له امله یې تر ۴۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي.

د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې دوو زلزلو د ترکیې د حتایا په ګډون لس ولایتونه زیانمن کړل چې د ځایي چارواکو په وینا، له امله یې ۴۱ زره کسان په ترکیه او پنځه زره نور په سوریه کې مړه او لسګونه زره نور ژوبل شول.

[/restrict]

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.