Language

یوه حکومتي پلاوي ایران کې د افغان بندیانو موضوع څېړلو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د افغان بندیانو د موضوع څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام‌الله سمنګاني په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې دغه افغان پلاوي په ایران کې د افغان بندیانو د موضوع او هېواد ته یې د لېږد پروسې اړوند مسایلو څېړلو په موخه سفر وکړ.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د سمنګاني د معلوماتو له مخې، په یاد پلاوي کې د زندانونو چارو لوی رییس، د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو رییس او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.