منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

رینا امیري په امریکا کې له ځينو بشري فعالانو سره د افغان ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له یو شمېر بشري او ټولنیزو فعالانو سره د افغانستان له ښځو او نجونو د ملاتړ څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې تېره شپه په یوه ټوېټ کې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې له ځينو بشري او مدني فعالانو سره د لیدنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي، د افغانستان له ښځو او نجونو د ملاتړ او د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.

رینا امیري له دې مخکې هم دوحې ته د سفر په ترڅ کې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې لوله الخاطر سره لیدلي و او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

هغې همدراز د هالیووډ له سینماګرانو غوښتي و چې د افغانستان له ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د افغان ښځو پیغام دې د فلم او سینما له لارې نړۍ ته ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې