منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرپل کې ځیني فرهنګیان: پر حکومتي پروژو دې د څارنې رول راکړل شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې

سرپل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): په سرپل کې یو شمېر فرهنګیانو نن د دغه ولایت له مسوولینو سره په ناسته کې غوښتنه وکړه چې دوی ته دې پر حکومتي پروژو د څارنې رول ورکړي.

ځايي چارواکو هم د یاد ولايت د فرهنګیانو د دې غوښتنې هرکلى کړی او ویلي، د دوى څارنه به په چارو کې د پرمختګ او اصلاحاتو باعث شي.

د سرپل ولايت يوه فرهنګي حکمت‌الله حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى بايد د حکومتي پروژو له پلې کېدو څارنه وکړي.

هغه وویل: «که چېرې محلي حکومت په دې برخه کې له فرهنګیانو سره همغږی شي او د څارنې اجازه ورکړي، د بیت‌المال پیسې به په شفافه او اغېزناکه توګه مصرف شي.»

د هغه په وینا: «په ټولنه کې د فرهنګیانو فعالیت به د ښه مسوولیت منلو او اصلاحاتو لامل شي، له همدې امله له حکومته غوښتنه کوو چې فرهنګیانو ته د حکومتي کارونو په څارنه کې نقش ورکړي څو په حکومتي چارو کې موثریت رامنځته شي.»

د یاد ولايت د فرهنګیانو له ډلې استاد احسان‌الله وويل: «که فرهنګیان د حکومت کارونه او پروګرامونه په اصلاحي توګه وڅاري، مثبتې پایلې به ولري.»

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي عمیر سرپلي په دې غونډه کې د فرهنګيانو له غوښتنې هرکلى وکړ.

هغه وویل: «حکومت د فرهنګیانو له خوا د حکومتي چارو او پروګرامونو څارنې په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري، د فرهنګیانو له خوا د حکومت د کړنو څارنه په ټولنه کې د پرمختګ او پرمختیا لامل کېږي.»

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، د فرهنګيانو ټولې غوښتنې به له حکومتي مسوولینو سره شريکې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور