Language

بامیان کې د کرنې ودې ته ۳۳۴ میلیون افغانۍ ځانګړې کېږي

بامیان (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د کرنې وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال بامیان ته د سفر په ترڅ کې ویلي، د دغه ولایت د کرنې برخې ودې لپاره په ۱۴۰۲ کال کې ۳۳۴ میلیون افغانۍ ځانګړې کېږي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي معین مولوي صدراعظم پرون مازیګر بامیان ته ولاړ.

هغه د خپل سفر موخه په یاد ولایت کې له بزګرو او کرنې ملاتړ بللی دی.

نوموړي د مسوولینو او رسنیو په حضور کې وویل: «د کرنې وزارت له خپلو کوپراتیفي پیسو د بامیان ولایت د کرنیزو محصولاتو ودې او بهبود لپاره ۳۳۴ میلیون افغانۍ ځانګړې کوي.»

login or register a new account.

Related Topics