ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

author avatar
21 Mar 2023 - 15:36
په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
author avatar
21 Mar 2023 - 15:36

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په یوه خپور شوي پیغام کې راغلي چې د روانې وري میاشتې له ۲مې تر ۵مې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچېنې لیکلي، د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) په سينديزو حوزو کې شوی دی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د اورښتونو او سېلابونو دغه اټکل د تخار، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزگان، ترینکوت، ارغنداب، لوگر، میدان، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سیندونو پر لاره او د یادو ولایتونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې د ځانونو او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي څو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

Visits: 1057

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.