ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې لسګونه معتادين تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته تسليم شول

خوست کې لسګونه معتادين تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته تسليم شول

author avatar
26 Mar 2023 - 17:20
خوست کې لسګونه معتادين تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته تسليم شول
author avatar
26 Mar 2023 - 17:20

خوست ښار (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د خوست د معتادينو اويا بستريز روغتون څخه لسګونه معتادين له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته تسليم شول.

مسوولين وايي، دغه معتادين چې شمېر يې ۵۲ کسانو ته رسيږي، په ډله‌ييز ډول ور وړل شوي وو او له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې تر درملنې لاندې وو.

شوکت يو له دغو معتادينو له ډلې څخه دی چې په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې و او نن کور ته رخصت شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې يې ژوند ډېر تريخ و او په خپل عمل ډېر پېښمانه دی، خو زياتوي، له دې وروسته به هيڅکله بيا نشه‌يي توکي ونه کاروي.

نوموړي له ټولو تداوي شويو معتادينو غوښتنه وکړه، هغو کسانو سره چې مخکې يې ناسته پاسته کوله او يا ورتلل، له دې وروسته دې هغو ځايونو ته نه ځي.

دی زياتوي: «ما خپله ځواني بېرته خپله راوړه. په شته بچيانو کې زما بچيان يتيمان، پلار به يې د شپې دوه بجې درې بجې ورته. په شته مېړه کې زما ښځه کونډه وه، خو نن له دې وروسته کلک عزم مې کړی دی چې نور به دا کار نه کوم.»

د خيرالله په نوم يو سپين ږيري چې زوی يې په دغه روغتيايي مرکز کې درملنه شوې، پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې زوی يې بېرته پخواني حالت ته ورستون شوی دی.

هغه وايي: «کله چې مې نشې کولې، کور کې مې ډېر بد حال را اخيستی و، ماشومان او مېرمن مې وهل، ما يې سره خوله وهله، اوس الحمدالله بېخي روغ شوی یم او زه د دغه روغتون له ډاکټرانو ډېر خوښ يم، الله دې خير ورکړي.»

بل پلو د خوست د معتادينو اويا بستريز روغتون مسوولين وايي، د تېر يو کال په جريان کې يې ۷۳۵ معتادين تدواي کړي او خپلو کورونو ته يې رخصت کړي دي.

د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر حامد پژواک اژانس ته وويل چې دا مهال هم ۵۰ تنه معتادين تر درملنې لاندې دي.

دی وايي: «دغه کسان يوه نيمه مياشت مخکې موږ ته په ډله‌ييز ډول را وړل شوي وو چې د تداوی وروسته موږ بېرته خپلو کورنيو ته روغ تسليم کړل. که څه هم په دې جريان کې موږ له قسم قسم ستونزو سره مخامخ و، خو د عامې روغتيا رياست او د مخدره موادو پرضد د مبارزې مديريت په همکارۍ موږ خپلو خدماتو ته ادامه ورکړه.»

ده زياته کړه، هڅه يې دا ده چې ټول معتادين په ښه ډول تداوي کړي، څو ټولنې ته د يوه سالم کس په توګه وړاندې شي.

Visits: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.