Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوداګرۍ وزارت: د افغانستان د صادراتو کلنۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد د صادراتو کچه دوه میلیارد او د وارداتو ۶ میلیارد او ۷۴۰ میلیون امریکايي ډالر وه.

نن (د وري ۸مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خپلو کړنو او لاسته‌راوړنو اړوند معلومات ورکړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال وویل، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې اسلامي امارت وتوانېد د لومړي ځل لپاره د هېواد صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسوي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۱۳۵ او د ۱۳۹۹ کال په پرتله ۱۶۶ سلنه ډېروالی ښيي.

خو هغه د صادراتو د زیاتوالي لامل ونه وایه.

دی وایي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د هېواد د صادراتو کچه ۴۷۸ میلیون امریکایي ډالر وه چې ۷۶ سلنه جوړوي.

هغه زیاته کړه، افغانستان اوس مهال پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارات، چین، ایران، عراق، ترکیې او قزاقستان هېوادونو ته د ډبرو سکاره، طبي بوټي، پنبه، انګور، انار، ممیز، وچ انځر، جلغوزي، بادام او زردالو صادروي.

هغه د وارداتو په اړه وویل، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۶ میلیارده او ۷۴۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت توکي له پاکستان، ایران، چین، متحده عربي امارات، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، ازبکستان، هند او مالیزیا هېواد ته وارد کړي دي.

د هغه په خبره، په وارداتو کې کتان، پټرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، غنم او نور شامل دي.

دی وایي، د وارداتو په برخه کې د پخوا په پرتله اسانتیاوې برابرې شوې چې د افغانستان خصوصي سکټور کولای شي په  شفافه توګه خپل وارداتي توکي د هېواد ټولو بندرونو له لارې د هېواد بازارونو ته ورسوي.

هغه د صنعت په اړه وویل، د صنعت وده او پراختیا د اسلامي امارت یوه له ستراتیژیکو موخو ګڼل کېږي چې د اوسپنې ویلي کولو، ګول سیخ، مینځنې موادو، ۱۵ قلمه درملو، نوشابو او انرژۍ او غالیو تولیداتو او همدارنګه د چاپ سکټور برخو کې پر ځان بسیا شوی دی.

نوموړي د بودجې او عوایدو په تړاو وویل، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ۸۳ سلنه عادي او پراختیایي بودجه لګولې او په یاد کال کې ۷۰۴ میلیون او ۴۸۹ زره او ۲۳۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د عوایدو کچه ۲۴۱ میلیون او ۹۱۵ زره او ۳۴۴ افغانۍ ترلاسه کړې وې.

هغه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د دغه وزارت پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د اقتصادي طرحو تمرکز، نساجي صنعت باندې تمرکز، د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان صادراتو ډېرول، د زیاتې پانګونې جذب او په صنعتي پارکونو کې د پانګونې زمینه برابرول مهم پلانونه یاد کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پژواک، د دې پوښتنې په ځواب کې چې روان ۱۴۰۲ لمریز کال به د صادراتو کچه څومره ته ورسېږي؟ کره شمېره شریکه نه کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.