ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: احتمال شته ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: احتمال شته ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي

author avatar
30 Mar 2023 - 19:46
د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: احتمال شته ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي
author avatar
30 Mar 2023 - 19:46

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د هېواد د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې مسوولين وايي، په هېواد کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که وضعيت دغه ډول دوام ولري، نو احتمال شته چې ډېر شمېر دغه پوهنتونونه وتړل شي.

په کابل کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم د خپلو پوهنتونونو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي،‎ د ستونزو هواري برخه کې د حکومت ژمنو عملي کولو ته سترګې په لار دي.

خو له دې مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي وو چې د خصوصي پوهنتونونو ستونزو هواري لپاره به اقدام وکړي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د مطبوعاتو او عامه اړيکو رییس محمدکريم ناصري له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، په ټول هېواد کې ١٤٠ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې فعاليت کوي او تر دویم امر پورې د نجونو زده‌کړو ځنډولو په تړاو د حکومت وروستیو پرېکړو دغه پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي

هغه وايي، په کابل ښار کې د «افغانستان پوهنتون» تړل شوی او په بلخ ولایت کې د «البرز پوهنتون» د تړل‌کېدو په حال کې دی او که وضعیت همدا ډول دوام وکړي، نور ډېر شمېر خصوصي پوهنتونونه به هم وتړل شي.

د هغه په  خبره، په کابل کې ٦٧ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو شخصي موسسې فعالیت لري چې که په دې ورځو کې احصایې واخیستل شي، نو په کابل کې له ۳۰ تر ۳۵ خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه چې خصوصي پوهنتونونه فارغين لري، خو د جذب کچه یې کمه شوې ده.

کريمي په ډاګه کړه چې له حکومتي چارواکو سره يې ليدنې وکړې او د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو حل لپاره ‎يو ځانګړى کمېسيون جوړ کړى چې دغه اتحاديه هم په کې غړيتوب لري.

نوموړي زیاته کړه، د دغه کمېسیون په ناستو کې د وزارت له مسوولینو سره اندېښنې شریکې شوې او ښه تصمیمونه هم نیول شوي، خو اړتیا ده چې په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

هغه له اسلامي امارته د خصوصي پوهنتونونو مالیاتو د معافیت غوښتنه وکړه، ویې ویل، د نجونو زده‌کړو په تړاو باید پرېکړه شي او د وضع شوو شرایطو په پام کې نیولو سره هغوی ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

نوموړي دغه راز له سرپرست حکومته وغوښتل چې د هغو پوهنتونونو کرایه معاف کړي چې په دولتي ځمکو کې فعالیت کوي او بانکونو ته هم لارښوونه وشي څو خصوصي پوهنتونونو ته پور ورکړي.

سرچينې زياته کړه، په خصوصي سکتور کې شاوخوا ٧٠ زره نجونې په زده‌کړو بوختې دوې چې اوس په کورونو کې ناستې دي او پر دغو محصلينو د ډېرو خصوصي پوهنتونونو پورونه پاتې دي او دغه بنسټونه یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په باور، د خصوصي پوهنتونونو تړل کېدل به د هېواد پر وضعيت او نظام هم منفي اغېز ولري، ځکه دغه پوهنتونونه هر کال شاوخوا اته‌سوه ميليون افغانۍ مالیه دولت ته ورکوي.

په ورته مهال، د خصوصي پوهنتونونو مسوولين وايي چې د تېرو ۲۰ کلونو له لاسته راوړنو يوه یې هم د لوړو زده‌کړو خصوصي سکټور وده ده او که له دې وروسته دې برخې ته پاملرنه ونه شي، نو افغانستان به د تحصیل په برخه کې د سترو زيانونو شاهد وي.

د مشعل پوهنتون بنسټګر فتح‎‌‌‌الله بابکرخېل وايي، په دغه پوهنتون کې د انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او اقتصاد پوهنځۍ شاملې دي چې شاوخوا ۱۸۰۰ محصلان په کې زده‌کړې کوي او شاوخوا ۸۰ استادان لري.

نوموړی وايي، مخکې له دې چې سياسي ستونزې رامنځته شي، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ٤٨٠٠ محصلين وو، له دې ډلې ۱۸۰۰ یې ښځینه او ۳۰۰۰ نور یې نارینه وو.

د هغه په خبره، هېواد کې له بدلون وروسته د دغه پوهنتون ډېری محصلین خپلو درسونو ته حاضر نه شول  او له بدلون  وروسته  یوازې ۱۸۰ محصلین  پوهنتون ته راغلل  او پاتې نور نه دي راغلي.

هغه زیاته کړه چې تر امر ثاني د نجونو تحصیل ځنډولو له امله خصوصي پوهنتونونه له لوی زیان سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه، د تېر په پرتله ۵۰ سلنه استادان او کارمندان یې د تنخواو د نه ورکولو له امله ځواب کړي دي.

هغه زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو هوارولو په موخه یې له حکومتي مسوولینو سره ناستې لرلې او هغوی هم د دې ستونزې هوارولو لپاره ژمنې کړې چې له خصوصي پوهنتونونو سره د برېښنا مصرف او مالیاتو په برخو کې مرسته کوي، خو تر اوسه دغه ژمنې نه دي عملي شوې.

د هغه غوښتنه له حکومته دا ده څو د خصوصي پوهنتونونو مالیات معاف کړي او دوی ته دې بودجه ورکړي.

بل‌خوا، د ملي پوهنتون محصلینو چارو مرستیال ډاکټر ضیاالله شفیق پژواک ته وویل، په څلورو پوهنځیو کې یې نږدې ۸۰۰ محصلا لرل؛ خو د حکومت له لوري د بدلونونو وضع کولو په پام کې نیولو او د نجونو د زده‌کړو لپاره د تګلارې تر جوړېدو یې د محصلانو د یوې لویې برخې درسي بهیر چې نږدې ۹۸۰ کسان کېږي ځنډولی دی.

هغه وویل: «څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې په ښارونو کې د خصوصي پوهنتونونو ډېر شمېرنجونو جوړولې او یو شی چې څرګند دی  دا دی چې د نجونو د تحصیل ځنډولو له امله خصوصي پوهنوتونو په بېلابېلو اړخونو کې صدمه لیدلې او له ستونزو سره مخ شوي دي.»

د هغه په خبره، دا موضوع له یوه پوهنتون تر پوهنتونه او د جغرافیې له نظره هم توبیر لري؛ دا طبیعي ده چې د محصلینو نیمه کتله دې وځنډول شي، دا په خپله پر اقتصادي اړخ بده اغېزه کوي.

په ورته وخت کې د باختر پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځۍ رییس محمدخواني همت پژواک ته وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په خصوصي سکټور کې یوه لویه لاسته راوړنه د لوړو زده‌کړو وده وه او اوس د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې کافي خصوصي پوهنتونونه موجود دي.

نوموړي دغه راز وویل چې په افغانستان د خصوصي پوهنتونونو عایداتو یوازېنۍ سرچینه محصل او د محصلینو فیس دی چې د ټولنې د خراب اقتصاد له امله په پوهنتونونو کې محصلین کم شوي دي.

هغه وویل: «محصلین ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي او د هر سمسټر په تېرېدو سره محصلین کمیږي، وینو د هر سمسټر په تېرېدو سره ځکه کمېږي چې زاړه محصلین فارغېږي او نوي محصلین نه راځي.»

همت پر دې باور دی چې په کابل ښار کې د ښځو حضور د ولایتونو په پرتله په بېلابېلو تحصلي بنسټونو کې ډېر دی او د ښځو نه حضور د پام وړ اغېزه لرلی شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند قاري ضیاءالله هاشمي له دې مخکې له پژواک سره په خبرو کې ویلي وو چې پوهنتونونو ته د نجونو پر تلو د بندیز او د خصوصي پوهنتونونو د شکایتونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د ستونزو څېړنې لپاره یو پلاوی وټاکه څو هغه وڅېړي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، تر اوسه یې د خصوصي پوهنتونونو له رییسانو او استازو سره څو ناستۍ ترسره کړې، زیاته کړه: «د وزارت مشرتابه له دوی سره ژمنه کړې چې موږ به خپله ټوله هڅه وکړو څو له تاسې سره همکاري وکړو.»

د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصل غلام مجتبی پیرزاد وویل چې درسونه ښه پر مخ ځي او هیله من دی چې نجونو ته به هم د تحصیل اجازه ورکړل شي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.