منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مجاهد: د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ وري ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هیڅ سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه. دغه راز د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوه اونۍ مخکې ویلي وو چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستانه بهر د امریکا پر ګټو او نورو لوېدیځو هېوادونو د برید توان پیدا کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ملي ټلويزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر کال او نورو کلونو په پرتله د داعش لمن په افغانستان کې ورټوله شوې ده.

هغه ویلي: «یو وخت داعش په څو ولایتونو کې فعالیت درلود او څو ولسوالۍ یې په واک کې درلودې، د اسلامي امارت ځواکونو همت وکړ، ویې ځپل، اوس هغوی د افغانستان په کومه سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو په مخفي ډول او په ډېر مهارت سره د خلکو له ګڼې ګوڼې کار اخلي او حملې کوي چې دا یوه سلنه یا یوه نیمه سلنه ستونزه ده.»

مجاهد زیاتوي: «د دې باوجود چې دومره جدیت شتون لري، بیا هم ځیني هېوادونه د هغوی د فعالیت تورونه لګوي او یا وايي چې داعش فعال شوی او شپږ میاشتې وروسته ګواښل کېږي، دا د تبلیغاتو او پروپاګند یوه برخه ده چې موږ یې ردوو.»

مجاهد د کوم هېواد نوم نه اخلي خو وایي، دغه هېوادونه غواړي چې داعش یوه لویه پدیده او ډېر لوی خطر وښيي او بیا د هغه له شتونه ناوړه استفاده وکړي، یا هم ترې د خلکو او یا هم نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه