ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت تېر کال د خلکو ترمنځ ٢٩ روغې جوړې کړې دي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت تېر کال د خلکو ترمنځ ٢٩ روغې جوړې کړې دي

author avatar
4 Apr 2023 - 12:44
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت تېر کال د خلکو ترمنځ ٢٩ روغې جوړې کړې دي
author avatar
4 Apr 2023 - 12:44

کابل (پژواک، ١٥ وری ۱۴۰۲): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د قومي جرګو له لارې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۲۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ د بدیو او دښمنیو پای ته رسولو په موخه له بېلابېلو لارو هڅې پيل شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مولوي حمدالله فطر پژواک ته وویل چې د دغه وزارت چارواکو او د ولایتي مسوولینو له خوا د قومونو د انسجام او ستونزو د حل په موخه تېر کال ۳۳ لویې ولسي غونډې ترسره شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، یادې ٣٣ غونډې په ټولو ولایتونو کې یوازې د همدغه وزارت له خوا ترسره شوې دي.

نوموړی وویل: «تېر کال په ټول هېواد کې د قومونو او یو شمېر کورنیو ترمنځ د کرنیزو ځمکو او کورونو پر سر رامنځته شوې ۲۹ شخړې حل شوې چې په دې کې یې اته داسې لویې شخړې وې چې لسګونه کلونه مخينه یې درلوده او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.»

هغه په نورستان ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ اختلافاتو  ته په اشاره وویل: «تېر کال په نورستان کې د ۹۱ کلنو پخوانۍ قومي دښمني چې ۴۰۰ کسان په کې وژل شوي وو او د جوماتونو په شمول په کې لسګونه کلي ویجاړ شوي وو، د قومي مخورو، ولایتي مسوولینو او زموږ د وزارت د رهبرۍ په ګډو هلو ځلو یاده دښمني د تل لپاره پر دوستۍ بدله شوه.»

ده وويل چې دغه وزارت هڅه کوي په هېواد کې نورې قومي او کورنۍ دښمنۍ هم په دوستې بدلې کړي.

په ورته وخت کې د کابل د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ظاهر پژواک اژانس ته وویل چې شاوخوا لس کاله مخکې د قتل پر سر رامنځته شوې شخړه یې د نوي حکومت په راتګ سره پر دوستۍ بدله شوې ده.

نوموړي وویل: «شاوخوا لس کاله مخکې زموږ د کورنۍ غړي یو بل کس په قتل ورساوه، مخکې مو هم هلې ځلې ډېرې وکړې، د علماوو او سپین ږیرو په وسیله خو زموږ شخړه همداسې پاتې شوه او حل نه شوه.»

خو دى وايي، شاوخوا درې میاشتې مخکې د کابل د سروبي ولسوالۍ د مسوولینو، ځایي اوسېدونکو، سپين‌ږیرو او علماوو په منځګړیتوب د دوی د شخړې موضوع حل شوه.

دی وایي، د شخړې له حل وروسته ډېر د خوشحالۍ احساس کوي.

هغه وویل: «مخکې زموږ ژوند ډېر تریخ و؛ په وېره او ډار به ګرځېدو، په وېره کې به مو کاروبار کاوه خو د شخړې له حل وروسته اوس ښه په ازادانه توګه هر چېرته ځو او خپل کاروبار کوو.»

بل لور ته يوه قومي مشر ملا بهادر پژواک ته وویل، په یوه ټولنه کې لومړى د خلکو ترمنځ کوچنۍ شخړې رامنځته کېږي، که يې مخنيوي وشو خو ستونزه حل کېږي خو که يې مخنيوي ونه شي بيا پر دښمنۍ بدلېږي.

د هغه په اند، همدا شخړې بیا د ټولنې د بې‌ثباتې لامل هم کېږي.

نوموړی وایي، يوازې همدا قومي منځګړتوب کولای شي چې د خلکو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسوي او له اسلامي امارته یې غوښتنه وکړه چې د دې ډول جرګو مرکو او روغو جوړو ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «د محکمې له پرېکړې خلک قومي جرګو ته ډېر خوشبین وي؛ ځکه دا خو یو زر حل کېږي او بل دواړه خواوې پر دې ښه توافق ته رسېږي او د دوی د اختیار په صورت کې دغه پرېکړه کېږي.»

ټولنیز فعال احمدالله پژواک ته وویل، په افغانستان کې زیاتره وختونه په ډېرو بې ارزښته مسایلو دښمنۍ رامنځته کېږي چې دا بیا پر لویو شخړو هم بدلېږي.

نوموړی وایي، دښمنۍ زیاتره وخت د کډوالۍ لامل هم ګرځي چې خلک له مختلفو ستونزو سره مخ کوي.

هغه وویل: «کومې کورنۍ چې دښمني لري، پر خپلو اولادونو له وېرې په ازاده توګه زده‌کړې نه شي کولای او اولادونه یې بې‌سوداه پاتې کېږي چې دا بیا ټولنې ته نورې ستونزې جوړوي او په دې سره د ټولنې د پرمختګ مخه نيول کېږي.»

هغه له ټولو ښکېلو ډلو او قومونو غوښتنه وکړه چې د دښمنۍ له فرهنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او د هېواد پرمختګ لپاره دې کار وکړي.

همدارنګه مدني فعالې سونیکا پژواک ته وویل چې د کورنیو ترمنځ دښمني پر ښځو هم منفي اغېزې کوي.

نوموړې وویل: «هغه کورنۍ چې دښمني لري، نارینه یې ټوله ورځ په خپلو دښمنیو پسې ګرځي او ښځو ته د کور کارونو ترڅنګ د اولادونو روزنه ور له غاړې وي چې دا بیا پر ښځو د ډېر فشار لامل کېږي، روحي او رواني ستونزې ورته پیدا کوي.»

هغې زیاته کړه، د اختلافاتو دوام د ستونزو او د ټولنې د وروسته‌والي لامل کېږي؛ دغه راز له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له دښمنیو لاس واخلي او په سوله کې ژوند وکړي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ترڅنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هم لسګونه دښمنۍ او شخړې حل شوې او پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.