کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): افغان قاري محمدحسن حسنزاده د کتارا په نوم د قرانکریم تلاوت نړۍوالو سیالیو کې لومړی مقام ګټلى دی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان سربېره د یو شمېر نورو عربي او غیرعربي هېوادونو قاریانو هم ګډون کړی و.
دغه راز قطري رسنۍ «Doha News» په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، افغان قاري محمدحسن حسنزاده د کتارا په نوم د قرانکریم تلاوت نړۍوالو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
سرچینې همدارنګه ویلي چې په دې سیالیو کې عراقي قاري دویم او مصري قاري بیا درېیم مقامونه خپل کړي دي.
دغه راز په دغو سیالیو کې افغان قاري محمدحسن ویلي، دا یې لومړی ځل دی چې په دغه شان نړۍوالو سیالیو کې برخه اخلي.