ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پالونیا ونو کرلو ته مخه کړې ده

د دایکنډي اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پالونیا ونو کرلو ته مخه کړې ده

author avatar
23 Apr 2023 - 08:24
د دایکنډي اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پالونیا ونو کرلو ته مخه کړې ده
author avatar
23 Apr 2023 - 08:24

نیلی (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۲): په دایکنډي کې یو شمېر کرنیز شرکتونه وايي، د پولونیا ونه – چې لرګي یې په بېلابېلو صنایعو او پاڼې یې په ځینو درملو کې کارېږي- په دې وروستیو کې یې په دایکنډي کرل ډېر شوي دي.

د یادو شرکتونو مسوولینو په وینا، د پالونیا وني له لرګي د ودانیو، فرنېچر، کابینټ، صندوقچو، اورلګېټ او کاغذ په جوړولو کې کارېږي.

په دایکنډي کې د انصاف کرنیز شرکت مسوول محمدعزیز وايي، یو شمېر کروندګرو سږ کال د پالونیا  ونو اېښودو ته مخه کړې او یوازې دوی څلور زره ونې پر کروندګرو پلورلې دي.

هغه زیاته کړه، د پالونیا ونه د دغه ولایت له چاپېریال سره ښه توافق لري او وده یې هم چټکه ده.

د هغه په وینا، دا ونه په لومړیو کې ډېرو اوبو ته اړتیا لري او ورو ورو یې اوبو ته اړتیا کمېږي.

هغه زیاته کړه چې پالونيا يوه ګټوره ونه ده او په بېلابېلو صنايعو کې په پراخه کچه ترې استفاده کېږي، د دې ونې لرګي ښه بازار او ښه عاید هم لري.

هغه وویل، د یادو ونو له لرګي د کم وزن او مقاومت لپاره یې د کښتۍ او الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې د پالونیا ونې پاڼې د ځيګر، طحال او یو شمېر نورو ناروغیو درملنې لپاره ګټورې دي.

د هغه په وینا، د پالونیا له لرګي د فرنېچر، قلم، کابینت، صندوقچو، اورلګېت او کاغذ په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.

هغه وویل، دا چې د پالونیا لرګي ښه کیفیت لري، له همدې امله د هر ډول موسیقي وسایلو، د سپورټ وسایلو او روغتیایي تجهیزاتو په جوړولو کې کارول کېږي.

د انصاف کرنیز شرکت یو بل کارکوونکی حنیف وايي، په دایکنډي کې سږ کال د لومړي ځل لپاره پالونیا ونې ترویج شوې او ډېرو خلکو دا ونې د کرلو یا اېښودو لپاره اخیستې دي.

هغه زیاته کړه، خلک د یادې ونې په ګټه پوه شوي، له همدې امله هغه پلوري او په وینا یې، دا ونه په نورو هېوادونو کې په لوړه کچه کرل کېږي او د کروندګرو د عاید لویه سرچینه جوړوي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د دې ونې د کښت ښه موسم دی او د هغه په وینا، په قلمه، ریشه‌یي او بذري ډول کرل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې دې ونې تخم له کرلو درې میاشتې وروسته شین کېږي او په څلورو کلونو کې تر ۱۵ مترو پورې وده کوي.

نوموړي دغه راز وویل، هغه لرګي چې په دایکنډي کې د کورونو په جوړېدو کې کارول کېږي، ورورسته له څو کلونو له منځه ځي، خو د پالونیا لرګی ښه مقاومت لري او کولای شي په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د دايکنډي يوه کروندګر ناصر پژواک ته وويل، د پالونيا په اړه يې ستاينې اورېدلي، څو قلمې یې د نمونې په توګه اخيستې او په ځمکو کې يې کرلي دي.

هغه زیاته کړه، د دایکنډي ولایت ډېری کرنیز محصولات د هغه زحمت په پرتله چې دوی یې ګالي، کمه ګټه لري.

هغه هیله لري چې د دې ونې په کرلو سره به د بزګرو اقتصاد وده وکړي.

خو  د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین په دې اړه بې خبري ښيي او وايي چې تر اوسه هيڅ ادارې او شخص له دغه رياست سره د پالونيا ونو کرلو موضوع نه ده شريکه کړې.

د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شېراحمد رفیع وویل چې په دغه ولایت کې د یادې ونې د کښت په اړه نه پوهېږي او هیڅ موسسې د کښت او ترویج لپاره یې ورته مراجعه نه ده کړې.

دایکنډي یو له کرنیزو ولایتونو دی او ډېری اوسېدونکي یې په بزګرۍ بوخت دي.

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.