منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۳ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی

Javid Hamim
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې · تازه شوی

ترینکوټ (پژواک، ١۴ غویی ١۴٠٢): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر مولوي دفاعي د غویي په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وویل، جسد د یوې ځوانې نجلۍ دی چې د چړې په ګوزارونو وژل شوې ده.

هغه زیاتوي، د وژل شوې نجلۍ مړی ولایتي روغتون ته لېږدول شوی، خو لایي هم کورنۍ نه ده پیدا شوې.

دفاعي وایي، په دې وژنه کې د ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د اروزګان ولایتي روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وویل، وژل شوې نجلۍ شاوخوا ١٧ کاله عمر درلود او پر بدن یې درې ځایه د چړې ټپونه وو.

سرچینې وویل، جسد نن مازیګر په امانت ډول خارو ته سپارل شوی، ځکه په روغتون کې د جسدونو ساتنې لپاره یخچال خراب شوی دی.

یوه میاشت مخکې هم د ترینکوټ اړوند په پیروشې سیمه کې هم ورته پېښه شوې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه