Language

جلال‌اباد کې د سوالګرو ټولولو کمپاين پیل شو

جلال‌اباد (پژواک، ٣١ غويی ۱۴۰۲): په ننګرهار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوه او دغه لړۍ به د ټولو سوالګرو تر ټولولو دوام ولري.

مسوولين وايي، د سوالګرو ټولولو کمپاین نن پيل شو او تر هغه به دوام وکړي چې ښار کې ټول سوالګر راټول شوي نه وي.

عام خلک هم د سوالګرو ټولولو لړۍ د پیل هرکلی کوي، خو له مسوولينو غواړي چې حرفوي سوالګر له اړمنو سوالګرو بېل کړي.

په ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې استازی احسان‌الله ممله‌وال وايي، دغه کمپاین یې نن په جلال‌اباد ښار کې پیل کړ چې لومړۍ ورځ یې له بېلابېلو سیمو لسګونه سوالګر راټول کړي چې په کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

login or register a new account.