ژبه

میدان وردګو کې چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

توسط حفيظ الله تسل

مې 25, 2023 - 6:30 pm

Views: 224

میدان‌ښار (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د ميدان وردګو امنيتي سرچينې وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

د یاد ولایت امنيې قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ په شنيز دره کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

سرچينه زياتوي، په یاده پېښه کې -چې د ماشومانو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې- یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

شاوخوا یوه مياشت وړاندې هم د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په دښت ټوپ سیمه کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله څلور ماشومان مړه شوي وو.

login or register a new account.