ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
25 May 2023 - 09:25
پروان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
25 May 2023 - 09:25

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ اړوند په اولنګ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او درې کسان نور ټپیان شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «یو کرولا ډوله موټر له شمال څخه د جنوب پر لوري د حرکت په حال کې و چې د سالنګ ولسوالۍ د اولنګ په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله د یو باروړونکي له سکرو بار موټر سره چې له شمال څخه د جنوب پر لوري د حرکت په حال کې و، ترافیکي پېښه کړې ده، په پایله کې یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د موټرچلوونکي په شمول درې تنه نور ژوبل شوي دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې قربانیان د جوزجان ولایت اوسېدونکي دي او د ځایي مسؤولینو په همکارۍ د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.